د لوګر ولایت په یو باب دیني مدرسه کې کتابتون پرانیستل شو
په دې وروستيو کې د لوګر د پوهنې رياست مشرتابه، د یاد ولايت په پل علم ښار کې د مرکز اړوند ( المدارس دارالعلوم ) لپاره يو مجهز کتابتون پرانیست او د ياد ښوونیز بنسټ د طالب العلمانو د استفادې لپاره چمتو شو.
د مسئولینو په خبره، یاد کتابتون په ۲۰ زره ټوکه دیني او معلوماتي کتابونو سمبال دی، چې د اړتیا وړ وسایلو په سمبالولو او چمتو کولو یې څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو موخه یې د زده کوونکو د علمي کچې لوړول دي.