د لوګر په ښوونځیو کې له ۲۰ زرو ډېر زده کوونکي جذب شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۷:۵۲
د لوګر په ښوونځیو کې له ۲۰ زرو ډېر زده کوونکي جذب شو

د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ۲۷۳ ښوونځیو کې له ۲۰ زرو ډېر نوي ماشوم زده کوونکي جذب او د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.
یاد ماشومان،چې د ښوونځي په عمر برابر دي، د روان ۱۳۹۸ ښوونیز کال د حمل او ثور په میاشتو کې جذب شوي دي. 
د جذب شویو زده کوونکو له ډلې ۷۲۲۰ نجونې او ۱۳۰۸۰ هلکان دي، چې ټول ټال ۲۰۳۰۰ زده کوونکي کېږي. 
یادو زده کوونکو ته درسي کتابونه، درسي توکي او د کتابونو بیکونه ورکړل شوي او ټولو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې په روان ښوونیز کال کې د زده کوونکو په شمېر کې ځکه ډېر والی راغلی، چې دوی په ښوونځیو کې د ښوونځي عمر ماشومانو د جذبولو لپاره کمپاینونه کړي او هم یې خلک هڅولي څو خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
د پوهنې رئیس په ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو په برخه کې د دیني عالمانو،قومي مشرانو او د زده کوونکو د کورنیو هڅې هم وستایلې. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې د ۴۱۳۷۶ نجونو په ګډون ۱۳۷۲۳۰ زده کوونکي لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS