د میدان وردګو ولایت د اول بابا لېسې د زده کوونکو فراغت لمانځغونډه وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۱۱:۴۲
د میدان وردګو ولایت د اول بابا لېسې د زده کوونکو د فراغت لمانځغونډې وشوه

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د اول بابا لېسې له د ۱۲ ټولګي څخه  د ۹۸ تنو زده کوونکو د فراغت په ویاړ غونډه جوړه شوه.
په پیل کې ديادی لیسی آمر محمد بشیر بیان مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زده کوونکو او د هغوي کورنیو ته د فراغت په ویاړ مبارکۍ وړاندي کړه هغوي  په خپلو خبر کې وویل: چې تر دی مهاله له یادی لیسی څخه ۹ دورې زده کوونکي فارغ شوی چې ټول یی لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لاره مندلی چې د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې بوخت دی. همدا شان یی په  زده کوونکو غږ وکړ، چې د سترو برياوو د ترلاسه کولو لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
محمد بشیر بیان زیاته کړه: اول بابل عالي لېسه ۲۰۰۰  زده کوونکي لري، چې په دوو ټایمو کې د ښوونکو له خوا ورته تدريس کېږي، خو د ښوونکو کمښت او نوری ستونزو یادونه یی هم وکړه. 
ورپسې د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوول انعام الله طارق خبرې وکړې او فارغ زده کوونکو ته یې د فراغت مبارکي وویله او له ښوونکو یې وغوښتل چې خپلې مقدسی دندې په اسلامي روحیه ترسره کړي او د وطن بچیانو ته په ملي او اسلامي برخو کې روزنه ورکړي. 
په پای کې پر زده کوونکو باندي د فراغت سندونه وویشل شول او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS