د میدان وردګ د دریو ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۳:۴۹
د میدان وردګ د دریو ښوونځیو آمران د غوره کړنو له امله وستایل شول

پوهنې وزارت_میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت د دریو ښوونځیو آمران د ولسمشر په لارښوونه د غوره کړنو د ترسره کولو له امله په ستاینلیکونو وستایل شول.

د نوموړو آمرانو د ستایلو په غونډه دمیدان وردګو والي ښاغلي جنرال مظفرالدین یمین سربېره، امنیه قوماندان، پوهنې آمرینو، ښوونځيومدیرانو او ښوونکو ګډون کړی و.

په ستایل شویو یادو ښوونځیو کې دچک ولسوالۍ کریم شهید، دجلریز ولسوالۍ زیولات او دایمیر داد ولسوالۍ دغازي عبدالکبیر خان لیسې شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوموړو ښوونځیو آمران د نمونوي ښوونځیو د پېژندل کېدو او دغه راز د غوره کړنو د ترسره کولو له امله په ستاینلیکونو او بخششي معاشونو ستایلي.

د میدان وردګ د پوهنې رئیس د نوموړو آمرانو د ستاینې په مراسمو کې وویل، د غوره کړنو له کبله چې تاسو کړي زه پر تاسو ویاړم.

د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د ښوونکو د ستاینې لړۍ جاري ساتي او د نورو ښوونځیو آمران او ښوونکي به هم وستایي.

همدارنګه والي یمین د پوهنې رئیس او دپوهنې ریاست متعهد ټیم، ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو مننه وکړه والي یادې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال پر ټولو ښوونکو غږوکړ، چې په ټولنه کې د تعلیم او تربیه د ودې لپاره جدي کار وکړي.

همداراز امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي په خپلو خبرو کې وویل: ښوونکي او زده کوونکي زموږ معنوي پانګه ده او زیاته یې کړه: ولایتي ادارې سره په شریکه هڅه کوو، چې ښوونکو ته د اوسېدو لپاره ښارګوټي او ځمکې ورکړل شوي، چې دا د ټولو ښوونکو حق او اړتیا هم ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS