د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه، په میدان وردګ ولایت کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیبالله آغا، ښاغلو معینانو او یو شمېر محترمو رئیسانو، د میدان وردګ والي محترم الحاج مولوي خیرالله خیرخواه او پوهنې مسوولینو، د میدان وردګ، غزني او بامیان ولایتونو یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو قدرمنو مهتممینو ګډون درلود.
د پوهنې وزیر د دیني مدارسو د علمي کیفیت لوړول ګډ مسوولیت وباله او د منظم درسي پروګرام پر تنظیم او تطبیق او د علماءکرامو او مهتممینو له مشورو څخه پر ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
په پای کې علماءکرامو او مهتممینو د درسي او اداري چارو ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د دیني مدارسو د کیفیت لوړولو لپاره یې پر ګډې همکارۍ او دوامدارو هڅو ټینګار وکړ.
