د ننګرهار او نورستان ولایت د پلان کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۲۷
د ننګرهار او نورستان ولایت د پلان کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار او نورستان ولایت د پوهنې ریاستونو د پلان مدیریت کارکوونکو ته د ننګرهار د پوهنې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د معیاري راپور ورکولو تر عنوان لاندې ۵ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت له لورې د اقرا برنامې تر چتر لاندې جوړ شوی، چې د ننګرهار او نورستان ولایت د پوهنې ریاستونو د پلان مدیریتونو او همدارنګه د عمومي زده کړو او څارنې امریتونو ۲۰ تنه کارکوونکي پکې برخه لري.

د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د دغه ورکشاپ په پرانستې وینا کې وویل: د ترسره شویو کړنو په اړه معیاري او پر حقایقو ولاړ راپور ورکول د اوسني مدیریت او وخت د غوښتنو اړتیا ده.

پوهنې ریس وویل څومره چې راپور معیاري او پر نتایجو ولاړ وي په هماغه کچه د یوې ادارې باور زیات او فعالیتونه او کړنې یې هم ښه منعکس کیږي.

هغه د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل چې له دغه ارزښتناک فرصت نه په ګټه اخیستلو خپله وړتیا لوړه او په ورکشاپ کې تر لاسه کړې تجربې په عمل کې پلې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه

۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۰
Background image

د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دغه ورکشاپ د ياد ولایت په مرکز سربېره د زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو کې د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو ته جوړ شوی دی.
د ورکشاپ موخه د تدریس د نويو او اغېزمنو لارو چارو معرفي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۸
Background image

د صنفي اصولو ټولګيو ته څه باندې ۱۲۶ زره درسي کتابونه ووېشل شول

ټولټال ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د نوي نصاب د صنفي اصولو درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د کابل ښار او میدان وردګ ولایت پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي وو، د دغو. . .

BACK TO NEWS