د ننګرهار زون د علماءکرامو نوم‌لیکنې په اړه، د عمومي تخصصاتو او ديني جامعاتو ریاست د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت خبرتيا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۸
11

ټولو هغو قدرمنو علماءکرامو ته چې د ازموینې لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې:
۱ــ یاده ازموینه به د جمعې په ورځ، د ۱۴۴۷/١١/٧هجري قمري نېټه (د ۱۴۰۵/۰۲/۰۴ لمریز کال) په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې واخیستل شي.
۲ــ د ازموینې د کارتونو وېش او د علماءکرامو بایومتریک بهیر به د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ ٣ /١١/ هجري قمري نېټه (د ۱۴۰۵/۰۱/۳۱ لمریز کال) پیل او د پنجشنبې تر ورځې پورې به په همدې مرکزونو کې دوام ولري.
یادونه:
 ۱ــ علماءکرام کولای شي، د ازموینې هر هغه مرکز ته چې ورته رسېدنه کولاى شي، د ازموینې لپاره مراجعه وکړي.
۲ــ له ګډون والو څخه په درناوي غوښتنه کېږي، چې د ازموینې تالار ته د مبایل او نورو برېښنايي وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي.
۳ــ علماءکرام دې د ازموینې پر مهال د ازموینې کارت او د تابعیت اصلي تذکره له ځانه سره ولري.

د پوهنې وزارت 
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS