د نیمروز ولایت اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه د دې ولایت د پوهنې ریاست ته ورکړه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۵:۲۳
د نیمروز ولایت اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه د دې ولایت د پوهنې ریاست ته ورکړه

پوهنې وزارت-کابل: د نمیروز ولایت دوه تنه اوسیدونکو خپله اته جریبه شخصي ځمکه په کنګ ولسوالۍ کې پوهنې ریاست ته ورکړه.

په یاده ځمکه کې چې مالي ارزښت یې 800 زره افغانی کیږي په پام کې ده تر څو د کنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت او تقویتي ښوونیز دارالمعلمین جور شي.

پوهنې وزارت د هیوادولو له دغه شان فعال ګډون څخه په منني یاد وزارت د زده کوونکو لپاره د ښه ښوونیز چاپیریال برابرول، د پوهنې اړتیاوو پوره کول، د ښوونې پر مخ د ستونزو لري کول او په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو او د ښوونځیو مصونیت لپاره د هیوادوالو دغه شان مرستو ته اړتیا لري.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کیږي چې هیوادوالو له دې مخکې هم تیر کال 700 میلیونه افغانۍ مادي مرستې له پوهني وزارت سره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د وړاندیز په اساس او د ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ له 1397 کال څخه تر 1409 کاله پورې د پوهنې لسیزه نومول شوې ده.

پوهنې وزارت هڅه کوي تر څو د پوهنې لسیزه کې د هیوادوالو د معنوي او مادي مرستو پر مټ اوسنۍ ستونزې چې د ښوونې او روزنې په برخه کې شتون لري حل کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS