د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د مرکز د نجونو لیسې یو شمیر زده کوونکو د ټپي کیدو له امله د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۴:۴۶
د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د مرکز د نجونو لیسې یو شمیر زده کوونکو د ټپي کیدو له امله د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت_کابل: په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن سهار د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ د مرکز د نجونو لیسې یو شمیر زده کوونکي د ښوونځي پر ودانۍ د هاوان مرمۍ د لږیدو له امله ټپي شوي دي او د دې پیښي له امله د ښوونځي ودانۍ یوه برخه هم زیانمه شوي ده.
د هرات ولایت پوهنې ریاست همکارانو او د یادې لیسې اداري او تدریسي کارکوونکو د دې پيښې ټپیان د درملنې په موخه د ښار روغتونونو ته لیږدولي دي.
زه د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د دې پيښې ټپیانو ته چې د ښوونې او روزنې تږي او مینه وال دي د عاجلې روغتیا غوښتنه کوم او د شینډنډ ولسوالۍ له روغتیایي کارکوونکو څخه هیله لرم چې د دې پیښې ټپیانو ته د پر وخت درملنې په برخه کې بیړنۍ پاملرنه وکړي.
د اسلام سپیڅلي دین زده کړه پر هر ښځينه او نارینه مسلمان فرض ګرځولې ده خو د افغانستان اوسیدونکي د تیرو لسیزو جګړو له امله د زده کړې او لوست څخه بې برخې پاتې وو چې منفي اغیزې یې نن زمونږ په ټولنیز ژوند کې لیدل کیږې.
د زده کړې څخه د دې خاورې ماشومانو محرومول او د دوي تر مینځ ویره رامینځ ته کول یواځې کولاي شي د ښوونځيو څخه د پاتې ماشومانو او د هیواد د نالوستو وګړو شمیر ډیر کړې او د نوي نسل راتلونکي روښانه کولو لپاره د دې خاورې خلکو هڅې او قربانۍ د خنډ سره مخ کړي او د افغانستان ملت په تیاره کې وساتې.
له همدې امله مونږ په جګړه کې د ټولو ښکیلو خواوو څخه غوښتنه کوو چې د جګړې په وخت کې د جګړې قوانینو ته درناوۍ وکړې او د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې کورنیو خوندي ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.


ډاکتر محمد میرویس بلخی
د پوهنې سرپرست وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS