د هرات ولایت په مرکز کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د هرات ولایت په مرکز کې د کارته امین ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
په یادو مراسمو کې د هرات ولایت والي محترم مولانا نوراحمد اسلامجار او د دغه ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني حضور درلود.
یاده ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او اړین ښوونیز تجهیزات ولري، چې مالي لګښت یې د یوه خیرپال سوداګر الحاج وحیدالله عزيزي له لوري ورکول کېږي.
