د هرات ولایت پوهنې ریاست سره د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۷۰ تختو خېمو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۶
14

د یوې مرستندویه ادارې لخوا، د هرات ولایت ښوونځیو ته د ۶ مېلیونه ۵۳۷ زره افغانیو په لګښت ۷۰ تختې خېمې ورکړل شوې.

د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر په وینا، یادې خېمې به د ښار او ولسوالیو هغو ښوونځیو ته ووېشل شي، چې د درسي خونو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، ددغو خېمو په وېشلو سره به د هغو زده‌کوونکو د درسي چاپېریال ستونزه حل شي، کوم چې په آزاده هوا کې زده کړې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS