د هلمند او کابل له پوهنې ریاستونو څخه خبرونه
هلمند
د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي احسان الله ثناوي د يادې ولسوالۍ له ديني عالمانو او قومي مخورو سره په کتنه کې د علم او پوهې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې د پوهنې سکتور ته وده او پرمختګ ورکړي. او د پوهنې د پروګرامونو ملاتړ وکړي.
د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه د پوهنې د مسئولینو، دیني عالمانو او د سیمې خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
یاده مدرسه د درې ميليونه افغانيو په لګښت د يادې ولسوالۍ د یو تن خواخوږي شخصیت ښاغلي ملا عبدالخالق ياسر له خوا په دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
د هلمند ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد عوض انصاري په رحمانيه جومات کې د عربيه اسلاميه مدرسې له درسونو څخه ليدنه وکړه او د يادې مدرسې له مسئولينو او ښوونکو څخه يې د نظم او دسپلين د رامنځته کولو او د درسي کيفيت د ښه والي له امله مننه وکړه.
کابل
د یونیسف د سیمه ییز دفتر کارکوونکو د کابل ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د فرزه، ګلدرې، قره باغ او شکردرې ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته سلګونه بستې ښوونیز توکي او یو شمېر خېمې مرسته وکړه.
د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمرحافظ حامدالله رښتین په یاده ولسوالۍ کې د سواد زده کړې له کورسونو څخه لیدنه وکړه او پر زده کوونکو یې درسي توکي او قرطاسیې ووېشلې.
