د هلمند د حج او اوقافو ریاست د پوهنې ریاست ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۳
د هلمند د حج او اوقافو ریاست د پوهنې ریاست ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

د پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت حج او اوقافو ریاست د هلمند پوهنې ریاست د ښوونکو د کمښت پوره کولو او همکاري کولو ډاډ ورکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوره شوي وه د حج او اوقافو رئیس محمد داؤد مدقق وویل چي د هلمند ولایت اړوند ښوونځیو کي د ښوونکو کمښت یوه لویه ستونزه ده او په دې برخه کي ټول هلمندي وګړي تر خپل وس او توان پوري مرسته وکړي تر څو زموږ ماشومان د زده کړو څخه بې برخي نه شي.

ښاغلي مدقق ډاډ وښود چې درانه علما دې ته حاضر دي چې ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړي.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د حج او اوقافو ریاست رهبرۍ څخه ځانګړې مننه وکړه چي دیني عالمان یې دې ته چمتو کړي تر څو د پوهنې ریاست سره په افتخاري ډول د ښوونکو په توګه دنده ترسره کړي.

ښاغلي صفاري همداراز د ټولو هلمندي ولسونو نه غوښتنه وکړه چي ماشومانو ته د زده کړي رسولو په برخه کې د هلمند پوهنې ریاست سره د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي او په خپله نژدې ښوونځۍ کې په افتخاري ډول د ښوونکي سپېڅلې دنده ترسره کړي.

د یادوني وړ ده، چې هلمند کې تر دې مهاله یو شمیر ځوانان او دیني عالمان دې ته چمتو شوي دي تر څو د ښوونکو د کمښت ستونزي د هوارۍ په موخه مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS