د هلمند پوهنې رییس د بي ټو ون د سیمي مشرانو او د ښوونځۍ د شورا غړو سره لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۱:۵۳
د هلمند پوهنې رییس د بي ټو ون د سیمي مشرانو او د ښوونځۍ د شورا غړو سره لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د بي ټو ون ښوونځۍ څخه د پوهنې رئیس له نژدې لیدنه وکړه او د یادي ښوونځۍ ستونزي یې له نژدې واوریدې.
د یادي سیمي د مشرانو د پوهنې رئیس څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت په وخت د یادي ښوونځۍ ستونزي اوري او حل لاره ورته پیدا کوي.
هغوي وویل چي د بي ټو ون ښوونځۍ کي د نوي جوړیدونکي ودانۍ د تشنابونه دي په منظم ډول جوړ سي او په دې سره به د زده کوونکي حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه شوې یي.
د همدې ښوونځۍ د شورا غړو د مسلکي ښوونکو پر ګمارنه د کتابونو، ښوونځۍ ته د بریښنا او زده کوونکو ته د میز او چوکیو جوړولو غوښتنه وکړه.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري خوښي وښوده چي د بي ټو ون ښوونځۍ شورا په هره برخه کي همکاري کړې ده او معارف هر راز همکارۍ ته اړتیا لري.
صفاري زیاته کړل چي د کتابونو ستونزه د ټول هیواد په کچه ده او د پوهنې وزارت له لوري راغلي کتابونه بسنه نه کوي، هغه وویل چي لومړیتوب ولسوالیو ته ورکول شوی دي چي ډېره برخه ولسوالیو کي وویشل شي.
د هلمند پوهنې رئیس د ښوونځۍ د شورا غړو څخه غوښتنه وکړه چي د کتابونو په راټولو کي همکاري وکړي تر څو یاده ستونزه هواره شي، هغه همداراز وویل د ښوونځۍ د مدیر او سر ښوونکي ته سپارښتنه وکړه چي د هر ښوونکي ارزیابي ترسره کړي.
محمد داؤد شاه صفاري وویل چي د ودانیز شرکت څخه به د هلمند والي په هوکړه غوښتنه وکړو چي تر څو د یادو تشنابونو موضوع حل او په معیاري ډول جوړ شي تر څو چاپیریال پاک او د زده کوونکو حفظ الصحې ته پکي پاملرنه وشي.
د یادوني وړ ده چي B 2 1 ښوونځۍ کي څه باندي درې زره ښځینه او نارینه زده کوونکي زده کړي کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS