د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ديني مدارسو د زده کوونکو فراغت غونډې تر سره شوې
په خوست ولایت کې د جامعه نظام العلوم، په لغمان ولایت کې د تحفیظ القرآن کریم ، تحصیل القرآن او په فراه ولایت کې د فیض القرآن له دیني مدارسو څخه لسګونه حافظان او ط.البان فارغ شول.
د یادو فارغانو د فراغت مراسم په هغو جلا جلا غونډو کې ترسره شول، چې پکې د پوهنې رئيسانو، علماوو، قومي مخورو او د دغو ولايتونو د سيمه ييزو ادارو مسئولينو ګډون کړى ؤ.
په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیسانو او دیني علماوو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ پرمهال، د دیني علومو ترڅنګ، عصري علومو او ټکنالوژۍ ته د علماوو لاسرسی اړین وباله او د هغوی پر زده کړې یې ټینګار وکړ.
نورو ويناوالو هم د قرآن عظيم الشان د علم په اهميت او د ټولنې په پرمختګ کې د علماوو پر رول خبرې وکړې.
د پورتنیو مراسمو په پای کې پر فارغانو د ستاینلیکونو د وېشلو سربېره د هغوی پر سرونو د فضیلت پګړې هم وتړل شوې.