د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ا.ا.ا. له م.جاهدينو څخه د هغوی د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۵
ی

د پوهنې وزارت د پالیسۍ له مخې، د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو، د ياد وزارت د اسلامي زده کړو معينيت د يوې ځانګړې کړنلارې له مخې، په یو شمېر ولایتونو کې له هغو م.جاهدينواو ځوانانو څخه کوم چې د اشغال ګرو په وړاندې په ج.هادي فعاليتونو کې د مصرفيتونو له مخې د خپلو درسونو څخه پاتې وو، د هغوی د سويې د تثبيت آزموينه واخيستل شوه.

په ياده آزموينه کې له ميدان وردګ ولايت څخه ٦٠٠ تنو، له کندهار ولايت څخه ٢٥٠٠ تنو، له بلخ ولايت څخه ١٨٠٠ تنو، له فراه ولايت څخه ١٥٠٠ تنو او له غزني ولايت څخه ١٢١٠ تنو برخه اخيستې وه.

دغه آزموينه په جلا جلا توګه په اړوندو ولايتونو کې د مسئولو پلاويو له لوري په داسې حال کې واخيستل شوه، چې په کې د يادو ولايتونو د پوهنې د رئيسانو سربېره د مدارسو او دارالعلومونو يو شمېر علماء کرامو او استادانو هم حضور درلود.

د يادو ولايتونو د پوهنې رئيسانو او نورو ويناوالو د دغو آزموينو د څارنې پرمهال، په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهميت خبرې وکړې او ځوانان يې ديني او عصري زده کړو ته وهڅول.

همدارنګه ګډون والو ته په آزموینه کې د بشپړې روڼتيا ډاډ ورکړل شو.

د يادونې وړ ده، چې د آزموينې د پايلو له ارزونې وروسته به نوماندان د خپلو زده کړو د دوام په موخه، د هغوی د سويې سره سم د ښوونځيو په بېلابېلو ټولګيو کې شامل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د زده‌کوونکو د قرطاسیې، د ښوونکو د ښوونیزو توکو او د ښوونځیو د اداري موادو په برخو کې مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې ۳۳۱۷ کڅوړې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره ۱۰۷۳ کڅوړې درسي موادو مرسته شوې وه، چې د ټاکل شوې سهمیې له مخې د یاد ولایت د بګرامي، خاک‌جبار، موسهي، پغمان او چهاراسیاب. . .

BACK TO NEWS