د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۳۳
بغع

* بلخ:
د بلخ ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد شریف «عثماني»، د یاد ولایت له والي الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل او د یاد ولایت پوهنیز وضعیت او د پوهنې وزارت د پلانونو د پلي کولو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.

*غزني:
د غزني ولایت پوهنې ریاست د سواد زده کړې څانګو مسئولینو لپاره د وړتیا لوړولو ۲ ورځنی سیمینار ترسره شو.

* لوګر :
د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان وکړ، چې له ځانګړي پلان سره سم به د نوي ښوونیز کال لپاره د دې ولایت ښوونځیو ته ۱۸۰۰۰ نوي زده کونکي جذب کړي.
د شرایطو وړ ماشومانو نوم لیکنې پروسه به د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د وري/حمل میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

*بدخشان:
د پوهنې وزارت لخوا، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته تعلیمي مواد، چې په کې درسي کتابونه، د تدریسي مرستو کڅوړې او دفتري توکي شامل دي، تسلیم شول او تمه کېږي د نوي ښوونیز کال په پیل کې به ښوونځیو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS