د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه
![gdf](/sites/default/files/2024-06/lwgw_wzart_9.png)
بلخ
د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي او د پوهنې ریاستونو ترمنځ د یو بل له دوه اړخیزه تجربو څخه د استفادې په موخه، د متقابلې همکارۍ یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.
بغلان
په بغلان ولایت کې د خصوصي مدارسو لپاره د ۱۳۰ تنو ښوونکو د ګمارنې په موخه، له نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
بدخشان
د بدخشان ولایت د سواد زده کړې کمېټه، د یاد ولایت د مقام مرستیال الحاج قاري امین الله طیب په مشرۍ او د پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني په حضور کې جوړه شوه.
د دوی په وینا: په دې ولایت کې ټولټال ۲ زره ۷۳۱ تنه د لیک لوست په زده کړو بوخت دي او د هغوی د درسونو د دوام په موخه، د حیاتي سواد زده کړې دوه بابه لېسې هم فعالې دي.
غزني
په غزني ولایت کې له ۲۱۰ تازه راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
په پام کې ده، چې هغوی د خپلې ښوونیزې سویې سره سم، د ښوونځیو له اووم تر یوولسمو ټولګیو کې شامل شي.