د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۴۱
12

هرات

د هرات ولایت د مقام مرستیال مہاجر فراهي، د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر په ملتيا د سلطان غياث الدين غوري لېسې څخه ليدنه وکړه او د يادې لېسې له مسئولينو، ښوونکو او زده کوونکو سره يې د کتنې پر مهال د ښوونځيو د ښوونيزحالت پر لاښه والي ټينګار وکړ.

همدارنګه:

د هرات ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پوهنې له مسئولینو، د ښوونځیو له آمرینو، مدیرانو او ښوونکو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د ښوونیز وضعیت لاښه والي په برخه کې یې د مثبتو حل لارو په اړه خبرې وکړې.

نورستان

د نورستان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د واما ولسوالۍ سیمه ییزو مدارسو ته د ښوونیزو توکو،کتابونو او اداري او تدریسي پاڼو د وېش لړۍ پیل کړه.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د یاد ولایت په مرکز کې د یو شمېر خصوصي او رسمي لېسو د اداري او تدریسي چارو د څارنې پرمهال، د زده کوونکو د هڅونې او ښې زده کړې په موخه پر هغوی کتابچې او درسي مواد ووېشل.

همدارنګه:

د سرپل ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو د مسئولینو په ګډون، د یاد ولایت د پوهنې رئیس تر څارنې لاندې جوړه او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۴:۱۱
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي په مشرۍ، د خصوصي انسټیټیوټونو له مسئولينو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په یاده کتنه کې د باميان ولايت پوهنې رئيس ټينګار وکړ، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۸
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

نیمروز

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د څانګې روزونکو نیمروز ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني سره وکتل.

همدارنګه راز هغوی د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ د پوهنې آمریت د ودانۍ د بنسټ ډبره، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو استازو او د یادې. . .

BACK TO NEWS