د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۴۸
99

نیمروز

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا د څانګې روزونکو نیمروز ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني سره وکتل.

همدارنګه راز هغوی د یاد ولایت د ښوونکو د وړتیا لوړولو په موخه، ۱۲ ورځنی سیمینار هم جوړ کړ.

فراه

د فراه ولایت د پوهنې رئیس په مشرۍ د خصوصي ښوونځیو له مسئولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د پوهنې رئیس له ګډون والو وغوښتل، چې د تدریس کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او په خپلو ښوونځیو کې لابراتوارونه او کمپیوټر خونې فعالې کړي.

هرات

د هرات ولایت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر، د یاد ولايت زنده جان ولسوالۍ د خپل کاري سفر پرمهال، د دغې ولسوالۍ له پوهنې مسئولينو، ښوونکو او د ښوونځيو شورا له غړو سره وکتل او د پوهنې پر کيفيت يې ټينګار وکړ.

هلمند

د پوهنې وزارت د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت په مرکز کې خصوصي مدارسو او دارالحفاظونو ته شاوخوا ۳ زره ۵۰۰ ټوکه درسي کتابونه چې له اووم تر دولسمو ټولګيو پورې اړوند دي، ووېشل.

د یو بل خبر له مخې

د پوهنې وزارت د کړنلارې په بنسټ، د هلمند ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د خانشین ولسوالۍ د ۲۵ بابه مدارسو او دارالحفاظونو د استادانو او زده کوونکو لپاره یو ورځنی مسلکي سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS