د پوهنې وزارت د مشرتابه اونیز مجلس دائر شو

د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۷/۱۴۳۴هـ ق-۲۸/۱۱/۱۴۰۰هـ ش ) تر غرمې مخکې د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب تر مشري لاندې د یاد وزارت د مشرتابه اونیز مجلس دائر شو.
دغه مجلس چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، د راتلونکي کال لپاره د کانکور ازموینې له لارې د هیواد د دارالمعلمینونولپاره د زده کوونکو د جذب، د علماوو د اسنادو د ارزیابي د پروسې د چټکتیا، د د ارالعلومونو د تدریسي او اداري چارو د ارزونې، د کیفیت او کمیت له نظره په عصري ښوونځیو کې د دیني مضامینو د تدریس د لا پیاوړتیا او د هیواد د هرولایت په سطحه د یوې سترې مرکزي مدرسې د جوړولو په هکله پکې تفصیلي بحثونه او پریکړې وشوې. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.