د پوهنې وزارت د مشرتابه اونیز مجلس دائر شو

media-moe
Thu, Feb 17 2022 4:17 PM
د پوهنې وزارت د مشرتابه اونیز مجلس دائر شو

د پنجشنبې په ورځ (۱۵/۷/۱۴۳۴هـ ق-۲۸/۱۱/۱۴۰۰هـ ش ) تر  غرمې مخکې د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب تر مشري لاندې د یاد وزارت د مشرتابه اونیز مجلس دائر شو. 
دغه مجلس چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، د راتلونکي کال لپاره د کانکور ازموینې له لارې د هیواد د دارالمعلمینونولپاره  د زده کوونکو د جذب، د علماوو د اسنادو د ارزیابي د پروسې د چټکتیا، د د ارالعلومونو د تدریسي او اداري چارو د ارزونې، د کیفیت او کمیت له نظره په عصري ښوونځیو کې د دیني مضامینو  د تدریس د لا پیاوړتیا  او د هیواد د هرولایت  په سطحه د یوې سترې مرکزي مدرسې د جوړولو په هکله پکې تفصیلي بحثونه او پریکړې وشوې. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS