د پوهنې او مخابراتو وزیرانو د ښوونځيو ارتباطي پروګرامونو ګړندۍ پلي کولو په اړه خبرې وکړې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۲ - ۱۷:۳۸
د پوهنې او مخابراتو وزیرانو د ښوونځيو ارتباطي پروګرامونو ګړندۍ پلي کولو په اړه خبرې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکترمحمد میرویس بلخي او مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي له یو بل سره ولیدل، د انټرنیټ او IT Lab پروګرامونو پواسطه د ښوونځيو د ارتباط په اړه یې په ګړندۍ پلي کولو خبرې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې ترسره شوه، د مخابراتو تنظیماتي ادارې (اترا) استازو هم ګډون درلود.
د پوهنې وزیر ډاکټر بلخي په داسې حال کې چې د ښوونځي ارتباطي پروګرام پیاوړې اوکمزورې نقطې په ګوته کړې، هغه د مخابراتو وزارت او اترا څخه د لا همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو دا پروګرام د ټول هیواد په ښوونځیو کې پلي کړي.
د مخابراتو او ټکنالوژي وزیر محمد فهیم هاشمي ژمنه وکړه، ترڅو د پوهنې وزارت او اترا ادارې سره په ګډه همکاري، ډیر زر د ارتباطي سیستم په مخ کې پراته خنډونه لرې او ښوونځي د انټرنیټ IT Labپواسطه ونښلوي.
د یادونې وړده چې د ښوونځیو د نښلولو څخه موخه، د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ کارول، د زده کړې خدماتو ته وده ورکول او ملي او نړیوالو ښوونځیو ترمنځ د ښوونې او روزنې ارتباطي اړیکو پیاوړي کولو ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS