د پوهنې اړوندو ولایتي خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۲۹
5465

بدخشان
د بدخشان ولایت د مرکز شورابه منځني ښوونځي شورا د خپلې بوديجې او د خلکو د مرستو په مټ د ۲۳۷ زره افغانیو په لګښت د یاد ښوونځي په انګړ کې دوه درسي ټولګي جوړ کړل.

هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، ویلي چې، د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د مرکز او ولسوالیو ۷۲ تنو ښوونکو ته پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شوی دی.

غور
يوې همکارې ادارې، د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته د خوراکي توکو / بيسکوېټ وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS