د پوهنې له ډکره د ځینو خبرونو لنډیز

لوګر
د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته، د لوګر ولایت مرکز اړوند د صلاح الدین ایوبي لومړني ښوونځي ۵۰ څخه زیاتو یتیمانو او بېوزلو زدهکوونکو لپاره د کمپیوټر یو کلن روزنیز کورس پرانیستل شو.
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ فاروقیه سلطانو دیني مدرسې ته د یو خیرخواه لخوا د ۴۰ زره افغانیو په لګښت یو کمپیوټر او یو پرنټر ورکړل شو.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت دیني مدارسو څخه له فارغ شويو ۲۴۹ تنه کامل الحافظانو څخه د ښوونیزې ارزونې په موخه، د پوهنې ریاست مسؤلینو لخوا ازموینه واخیستل شوه.