د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
545

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛ په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونو لړۍ روانه وه؛ لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر  ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.
همداراز د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان" سروري "  په خپل رسمي سفر کې د هېواد د شمالي زون له دوو ولایتونو(کندز او بدخشان) څخه لېدنه وکړه. په یاده لېدنه کې د کندوز ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حزب‌الله مبشر او کارکوونکو سره ځانګړې غونډه ترسره شوه.
د دعوت او ارشاد محترم رئیس په دغه غونډه کې د پوهنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل چې د خپلو دندو  ترسره کولو ترڅنګ، خپل سیرت، صورت او چلند د نبوي سنتو او اسلامي اخلاقو سره سم برابر کړئ.
نوموړي زیاته کړه چې ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي د سالمې ټولنې جوړولو بنسټونه دي او باید د خپلو کړنو له لارې د نورو لپاره د ښه سلوک او رښتینولۍ بېلګه وګرځئ.
د کندز ولایت پوهنې محترم رئیس هم د غونډې پر مهال د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د مننې سربېره ژمنه وکړه چې د یاد ریاست کارکوونکي به د اصلاح، نظم او همغږۍ په فضا کې خپلې دندې پرمخ وړي.
غونډه د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
همداراز، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري"  بدخشان ولایت ته  هم سفر وکړ.
نوموړي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد او کارکوونکو سره ځانګړې غونډه وکړه.
غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې د دعوت او ارشاد محترم رئیس په اسلامي ټولنه کې د پوهې پر ارزښت د اغېزناکې وینا ترڅنګ، مسئولینو ته په ټینګار سره وویل: "د خلکو ماشومان ستاسو سره امانت دي او الهي دین هغوی ته رسول زموږ د ټولو دنده ده. په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول د ټولو مسلمانانو لپاره یو مذهبي مکلفیت دی اوامانتداري باید د هر چا د کار بنسټ وي." 
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د خپل سفر اصلي موخه یې د بدخشان ولایت په تعلیمي ادارو کې د امربالمعروف د نصاب بشپړ پلي کول دي او په دې برخه کې یې د لازیاتو هڅو غوښتنه وکړه. 
له بلې خوا د بدخشان ولایت پوهنې رئیس هم په خپله وینا کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس له ورتګ څخه مننه وکړه او د خپلې ادارې ټولو منسوبینو ته یې د امربالمعروف د نصاب پر پلي کولو، د اوامرو پر اطاعت، امانتدارۍ او له مراجعینو سره په نېک چلند کولو ټینګار وکړ.
دغه راز د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د بدخشان ولایت د دعوت او ارشاد له مسئول محترم مولوي خالد امین په ملتیا، د یاد ولایت بهارک ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ.
د دې سفر پر مهال پلاوي د بهارک ولسوالۍ په پوهنې آمریت کې د بهارک، شهدا، وردوج او جرم ولسوالیو د پوهنې له مسئولینو او د ښوونځیو له چارواکو سره ولیدل او د پوهنې د کیفیت لاښه والي لپاره یې د ننګونو، اړتیاوو او فرصتونو په اړه هراړخیز بحث وکړ.
په یاده غونډو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه سروري ټینګار وکړ چې د پوهنې نظام باید نه یوازې پوهه انتقال کړي، بلکې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو په برخه کې د مبلغ دنده هم پر مخ یوسي او موږ ژمن یو چې دا همغږي له مرکز څخه تر ولسوالۍ پورې وساتو او پیاوړې یې کړو.
همدارنګه د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد څرګنده کړه، چې د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت او ګڼ شمېر ننګونو سره سره، بدخشان تل د علمي او تعلیمي پرمختګ په سر کې ځای لري او موږ هڅه کوو چې د پوهنې وزارت سره په نږدې همکارۍ کې د دې خاورې ټولو ماشومانو ته باکیفیته، اسلامي او ټول شموله زده کړې چمتو کړو.
په ورته مهال مشرتابه پلاوي د بهارک ولسوالۍ له ځینو ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه، له چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو سره یې ولیدل او د هغوی د ستونزو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

په هلمند ولایت کې د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې

د هلمند ولایت په ۱۱ بابه ښوونځیو کې، له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۱۰۹ مېلیونه ۸۸۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت نوې ودانۍ جوړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو، سیمه‌ییزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له یو شمېر مرکزي ریاستونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا، ښوونیز نصاب او ساینس مرکز ریاستونو څخه لیدنه وکړه او د یادو ریاستونو له مسئولینو او. . .

BACK TO NEWS