د پوهنې وزارت خبرتیا
د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:
۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي، ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.
۲: ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.