د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۲:۱۵
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئیس مولوي محمد اسحق حقیقي په مشرۍ پلاوي دهیواد ولایاتو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د کندز ولایت له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي په یاد سفر کې د کندز ولایت دپوهنې ریاست، دکندز ښار د پوهنې آمریت او  د شهید مولوي سراج الدین له لېسې څخه لیدنه  وکړه، اړونده مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي تر دې مهاله د بدخشان، بلخ، سمنګان او کندز ولایتونو ته سفرونه کړيدي او په نږدې راتلونکې کې به ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS