د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معين له يو شمېر مجويدينو او قاريانو سره مشورتي غونډه وکړه
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د تخصصي تجويد او د قرآنکريم د حسنقرائت د ودې په موخه له يو شمېر مجويدينو او قاريانو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د اسلامي زدهکړو معين مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تجويد او قرائت د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: «د تخصصي تجويد او د قرآنکريم د ښه تلاوت د ودې په موخه د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو په معينيت کې ځانګړې مرجع رامنځته شوې، چې په ځانګړي ډول به د ملک په کچه د قاريانو او مجويدينو د تجويد او حسنقرائت د پياوړتيا، روزنې او ملاتړ لپاره کار کوي».
نوموړي زياته کړه، لکه د نورو برخو په څېر تر اوسه په یاده برخه کې بنسټيز او اغېزناک کار نه دی ترسره شوی، نو اړينه ده چې دې برخې ته جدي پام وشي او د عملي ګامونو په اخيستو سره يې د ودې لپاره هڅې وشي.
وروسته يو شمېر قاريانو او مجويدينو د غونډې د موضوع په تړاو خپل نظرونه وړاندې او د اسلامي زدهکړو معينيت له دغې پرېکړې یې هرکلی وکړ.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو ته د تخصصي تجويد لارښود او نصاب ووېشل شو او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د دغه لارښود لا بډاينې په موخه خپل وړانديزونه شريک کړي.
غونډه په دعائيې سره پای ته ورسېده.
