د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د بلخ ولایت له جهادي مدرسې او مرکزي یتیم خانې څخه لیدنه وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۹:۵۵
123

  د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده په داسې حال کې چې د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل هم ورسره ملتیا کوله، د بلخ ولایت له جهادي مدرسې او مرکزي یتیم خانې څخه لیدنه وکړه.
لومړی د پوهنې وزارت معین د بلخ د جهادي مدرسې له مسوول شیخ نورمحمد سره د دغې لېسې له استادانو او زده کوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، په هېواد کې د جهادي مدرسو د جوړېدو موخه په اسلامي روحيې سره د نوي نسل روزنه ده، ترڅو د الهي دين احکام خلکو ته ورسوي.
 نوموړي وویل، چې نوي نصاب د ټولنې اوسنیو اړتیاوو پر اساس جوړ شوی، او د جهاد بریا یې د همدغو علماوو  د هڅو پایله وبلله
ورپسې د بلخ د جهادي مدرسې مشر د پوهنې وزارت معین ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دغه مرکز تدریسي، اداري او مالي ستونزې یې بیان کړې او په دیني مدرسو کې د تدریسي بهیر د ښه والي په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل.
 د دغه سفر په دوام کې د پوهنې وزارت معین د بلخ د پوهنې له رئیس سره یو ځای د بلخ له مرکزي یتیم خانې څخه هم لیدنه وکړه او د دغه ولایت له مدرسو او نورو دیني بنسټونو سره یې د پوهنې وزارت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS