د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
251251

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د ښوونځیو له مدیرانو سره یوه پراخه علمي، مسلکي او روزنیزه ناسته د یاد ریاست په تالار کې ترسره شوه.
دغه ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه چې د پوهنې په برخه کې فرصتونه، ستونزې، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه وڅېړل شي، چې پکې د پوهنې وزارت مسوولینو، د کابل ښار پوهنې ریاست مرکزي مدیرانو او د ښوونیزو حوزو د ښوونځیو مدیرانو ګډون درلود.
په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین شیخ عبدالمالک حقاني، د غونډې مېلمنو او ګډونوال هرکلی وکړ او د علم او پوهې پر اهمیت یې خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ او فکري ودې بنسټ جوړوي او د یو بریالي او پرمختللي ښوونیز نظام لپاره د ښوونځیو مدیران، ښوونکي او تعلیمي برخې مسوولین مهم رول لري.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شیخ عبدالمالک حقاني د اسلامي او عصري علومو پر اهمیت، د سالم تفکر ترویج، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا او د تعلیمي نظام د لا ښه والي په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ویې وویل چې د علم رڼا د ټولنې د پرمختګ او اصلاح تر ټولو مهمه وسیله ده او د پوهنې برخه کې د هېواد د راتلونکي نسل د روزنې لوی مسوولیت پر غاړه لري.
هغه د ښوونځیو مدیران د تعلیمي نظام مهم محورونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې هغوی باید د ښوونیز چاپېریال د ښه والي، د ښوونکو د فعالیت منظمې څارنې او د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

په پکتیکا کې یوې مدرسې ته يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا ولایت زرغون‌شهر ولسوالۍ اړوند سروریه مدرسې لپاره يو محراب جومات د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانیو مالي مرسته جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

په لوګر کې له ښوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له ۲۷۴۶ تنو ښوونکو سره د ۷۴ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې ۷ زره او ۶۵۹ امریکايي ډالره دی.
یاد درسي توکي د يوې همکارې ادارې. . .

BACK TO NEWS