د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو محترم رئیس په یو کاري سفر غزني ولایت ته لاړ
د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس محترم مولوي حسیب الله صاحبزاده غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره وکتل.
په پیل کې د غزني ولایت پوهنې رئیس پلاوي د ښه راغلاست پرمهال د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو او پوهنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.
پلاوي د غزني ولایت د پوهنې ریاست له فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د راپورته شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې، د پوهنې د پروسې په لاره کې د شته ستونزو او ننګونو حل لپاره اړونده ادارې باید په خپل منځ کې اړینې همکارۍ او همغږۍ ولري.
