د پوهنې وزارت د تحقیقاتو نوی رئیس معرفي شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۲۵
fgjhgj

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د تحقیقاتو ریاست کارکوونکو هم حضور درلود، مولوي سید حفیظ الله آغا د پوهنې ریاست د تحقیقاتو د رئیس په توګه معرفي کړ.

د پوهنې وزارت د تحقیقاتو د نوي رئیس د پېژندګلوۍ پر مهال، د کیفیت تضمین معین د کارکوونکو پر کاري نظم او ډسپلین د ټینګار ترڅنګ، د مسئولینو دندې امانت وګڼلې او د تحقیقاتو نوي رئیس ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې د همدغه وزارت د تحقیقاتو رئیس مولوي سید حفیظ الله آغا هم د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د مسلکي پوهې او کاري تجربې څخه په استفادې سره به پخپلو ورځنیو چارو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS