د پوهنې وزارت د تعليم او تربيې معين معرفي او په کار يې پيل وکړ
په همدې اړوند د پوهنې وزارت په تالار کې جوړه شوې غونډه کې د پوهنې سرپرست وزير شيخ الحديث والتفسير نورالله منير، معينانو، رييسانو او د ياد وزارت يو شمير نورو کارکوونکو هم ګډون کړی و.
د قرانکريم له تلاوت وروسته د پوهنې وزارت اداري معين شيخ القران سيداحمد په انساني ټولنه کې د علم او پوهې پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې.
نوموړي د اسلام په وړاندې د غربي نړۍ دريځ وغانده او دا يې د هغوی د جهالت پايله وګڼله؛ خو پر وړاندې يې د مسلمانانو صبر او تحمل د هغوی ذکاوت او علميت وگاڼه.
د ياد وزارت د سرچينو او ادارو معين مولوي سخاالله د تعليم او تربيې نوي ټاکل شوی معين پر کار او ديني مسايلو پوه شخص ياد کړ او نوموړي ته يې مبارکي وويله.
له نوموړي وروسته د اداري چارو په استازيتوب مولوي عبدالسلام حقاني د ګومارل شوي معين د ټاکنې مکتوب ولوست او له مولوي سخاالله څخه يې د پوهنې او زدهکړيزو بهيرونو د ورانو سنګرونو د بيا ابادولو غوښتنه وکړه.
د ښوونې او روزنې نوي ټاکل شوي معين مولوي سخاالله د اسلامي امارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې تر وروستي بريده به د معارف د کيفيت په لوړولو کې رغنده کوښښ کوي.
نوموړي زياته کړه چې د نړۍ پرمختګ او سوکالي د علم او پوهې پر مټ شونې ده او لا به په دې برخه کې خپلې هلې ځلې چټکې کړو تر څو له دې لارې د سعادت او نېکمرغۍ لوړو پوړونو ته ورسېږو.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د علم په پرمختګ کې پراخه ونډه واخلي او زياته يې کړه چې ددې برخې مسووليت يواځې د څو تنو نه دی؛ بلکې د ټولنې هر وګړی مسووليت لري چې په دې ډګر کې پوره هڅه وکړي تر څو هېواد مو د پر مختګ پر لور روان شي.
په پايله کې د معارف سرپرست وزير شيخ الحديث نورالله منير د علم او پوهې پر اهميت خبرې وکړې او د خدای معرفت، د مور او پلار پېژندنه او له ټولنې سره اړيکې يې د علم په واسطه روښانه کړې او په پايله کې يې نوي ټاکل شوي معين ته په چارو کې د بريا غوښتنه وکړه.
