د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس لغمان ولایت ته رسمي سفر وګړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۳:۴
z\xczvx
د پوهنې وزارت د بودیجې کمېټې د پرېکړې له مخې، د یاد وزارت د خدماتو رئیس استاد حبیب الله خالد په مشرۍ یو پلاوی، د ختیزو ولایتونو پوهنې ریاستونو د مالي او حسابداري ستونزو حل په موخه، لغمان ولایت ته ورسېد.
په پیل کې پلاوي د دغه ولایت له پوهنې رئیس او یو شمېر کلیدي ځانګو آمرینو سره پر بېلابېلو پوهنیزو مسایلو هراړخیز بحث وکړ.
په دې کتنه کې پلاوي د خپل سفر اساسي موخه د پوهنې ریاست د بودیجې لګښت، د تدارکاتي پروژو څرنګوالی، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د پوهنیزو ستونزو حل او د ترمیماتي پروژو د وضعیت ارزونه وبلله.
له بلې خوا د لغمان پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د پوهنې وزارت د پلاوي د موخو په تطبیق کې به هراړخیزه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS