د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو ریاست، په هرات کې د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره لارښود غونډه وکړه
د پوهنې وزارت د خصوصي زدهکړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني، د هرات ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس، د ښوونیزو مرکزونو د اتحادیې مسوول، د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د مسوولینو په ګډون، په هرات ولایت کې لارښود غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خصوصي زدهکړو رئیس د ښوونې او روزنې د کیفیت پر ښه والي، د پوهنې وزارت د اصولو، لوایحو او مقرراتو پر دقیق رعایتولو، د اما/رتي او خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د تدریسي خدمتونو د کچې لوړولو او د شته ستونزو هواري لپاره د مناسبو شرایطو برابرول اړین وبلل او د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د زدهکړې بهیر ښه والي په موخه خپلې دندې او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
ورپسې، د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د ښوونې او روزنې په وده او پراختیا کې د خصوصي ښوونځیو رول مهم وباله او ویې ویل، چې خصوصي ښوونیز بنسټونه د اما/رتي ښوونیز نظام مرسته کوونکي او بشپړوونکي دي؛ نو اړینه ده چې ټول فعالیتونه یې د پوهنې وزارت له رسمي اصولو او لوایحو سره سم عیار شي.
