د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست، په هرات کې د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره لارښود غونډه وکړه

media-moe
Tue, Sep 29 2026 9:59 AM
1

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني، د هرات ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رئیس، د ښوونیزو مرکزونو د اتحادیې مسوول، د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د مسوولینو په ګډون، په هرات ولایت کې لارښود غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د خصوصي زده‌کړو رئیس د ښوونې او روزنې د کیفیت پر ښه والي، د پوهنې وزارت د اصولو، لوایحو او مقرراتو پر دقیق رعایتولو، د اما/رتي او خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د تدریسي خدمتونو د کچې لوړولو او د شته ستونزو هواري لپاره د مناسبو شرایطو برابرول اړین وبلل او د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د زده‌کړې بهیر ښه والي په موخه خپلې دندې او مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
ورپسې، د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د ښوونې او روزنې په وده او پراختیا کې د خصوصي ښوونځیو رول مهم وباله او ویې ویل، چې خصوصي ښوونیز بنسټونه د اما/رتي ښوونیز نظام مرسته کوونکي او بشپړوونکي دي؛ نو اړینه ده چې ټول فعالیتونه یې د پوهنې وزارت له رسمي اصولو او لوایحو سره سم عیار شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS