د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د پاکستان هيواد بلوچستان صوبه کې د افغان مهاجرينو له تعليمي مراکزو څخه ليدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي د یاد وزارت د مشرتابه په لارښوونه، پاکستان هيواد ته د رسمي يو مياشتني سفر په ترڅ کې د بلوچستان صوبې له ۳۲۶ بابه مدارسو، ۷۶ بابه ښوونځیو او ۳ بابه دارالايتامونو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي په ياد سفر کې د تعليمي حوزو له مسئولينو، د تعليمي مراکزو له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره وليدل، د هغوی وړاندیزونه او نظریات يې واورېدل او هغوی ته یې اړينې سپارښتنې وکړې.
