د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ پرانیستلو او څارنې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
د دارالعلومونو رئیس لومړی د هرات ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره وکتل او نوموړي ته یې د خپل سفر اساسي موخې تشرېح کړې.
ورپسې د هرات ولایت پوهنې رئیس له یاد پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ، د هر اړخیزې همکارۍ او د کاري پلانونو عملي کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ څرګند کړ.