د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کار او کړنو اوونیز راپور
له شنبې ۳/۲۱/۱۴۴۶ تر پنجشنبې ۳/۲۶/۱۴۴۶ هجري قمري د کابل ښار اوومې ناحيې په کچه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان سروري او پوهنې رئيس قاري عبدالباسط حقاني تر څارنې لاندې د ا.مارت پېژندنې رقابتي آزموينه واخیستل شوه. په يادو سياليو کې د ښوونځيو شاوخوا ۵ زرو تنو زده کوونکو په داوطلبانه ډول ګډون وکړ. همدارنګه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له پلان او مهالوېش سره سم د ولایتونو پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه ده، چې د درسونو بهیر یې د یادو ریاستونو د مبلغینو له خوا په دوامداره توګه څارل کېږي.
