د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۲:۴۹
tyre
له شنبې ۱۴۴۶/٣/۱۵هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/٣/٢هجري قمري، چې ( دتلې میاشتې له ۷مې تر۱۲ مې نېټې۱۴۰۳ لمریز کال)
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي هر یو مولوي بسم الله احسان او اجمل په تېره اوونۍ کې، د کابل ښار یوولسمې ښوونیزې ناحیې له بېلابېلو خصوصي ښوونیزو بنسټونو لکه: ټیسول، تاج، بیدارګران، آسیا اکاډمي، روشنایی علم، آذرخش جوان، بون سای، ستاره نوین او نوين خصوصي ښوونځي څخه لیدنه وکړه او د هغوی تعلیمي وضیعت یې وارزاوه.
همدارنګه د دعوت او ارشاد ریاست مبلغینو د یادو ښوونیزو بنسټونو مسئولینو ته په یو شمېر پوهنیزو برخو کې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو او د ښوونیزو چارو لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
له بلي خوا د یادو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي له ورتګ څخه خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ریاست د لارښوونو سره سم به خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي،
همد راز د پوهنې وزارت ددعوت اوارشاد ریاست رئيس مولوی جمعه خان سروري صاحب دامر بالمعروف اونهي عن المنګر له عمومي رئيس سره وکتل او له نوموړي سره یې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.
دغه راز د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام لري او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نیږدې څارل شوی دی.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS