د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۰:۴۲
طظزظطز

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، د دعوت او ارشاد مسئولینو د کابل ښار ۸ بابه خصوصي تعلمي ښونیزو مرکزونو له مدیرانو اومسئولینو سره وکتل.
په یادو لیدونوکې د پوهنې وزارت  ددعوت اوارشاد ریاست مسئولینو له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه وکړه او مسئولینو ته يې د دعوت اوارشاد د نصاب تدریس په هکله لازمي سپارښتنې وکړې
همداراز د یاد وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد درسونه په نورمال ډول روان وو.  
په ورته مهال د کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاسته راغلي راپورونه ښیي چې، په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت اوارشاد درسونو لړۍ روانه وه؛ لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې وارزول شو او هغوی ته لازمې توصیې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS