د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت له جهادي مدرسې او  دارالمعلمین څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۴:۴۹
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د پروان ولایت له جهادي مدرسې او  دارالمعلمین څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعید احمد شهید خیل د پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت  د جهادي مدرسې له درسي بهیر او اداري خدماتوڅخه لیدنه وکړه.  نوموړي د یادې لیدنې په ترڅ کې د مدرسې له مسئولینو، استادانو او زده کوونکو سره له نږدې ولیدل، د هغوی وړاندېزونه یې واورېدل،  له هغوی سره یې خپلې اړینې سپارښتنې شریکې کړې او هم یې د مدرسې له زده کوونکو، د پخلنځي  له مسئولینو او خدماتي کارکوونکو سره نقدي مرستې وکړې.
همدارنګه شیخ شهیدخیل صاحب  دخپل  یاد سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له دارالمعلمین څخه هم لیدنه وکړه. د دارالمعلمین تدریسي، اداري او خدماتي چارې یې له نږدې و ارزولې او اړوند مسئولین یې خپلو دندو ته متوجه کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS