د پوهنې وزارت د عامه اړیکو نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

ښاغلی مولوي عزیز احمد ریان د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او رسمًا یې خپله دنده پیل کړه.
په یاده غونده کې چې په همدی مناسبت جوړه شوې وه، د دفتر لوی رئیس مولوی عبدالحکیم همت اخندزاده، د پلان رئیس مولوی عبدالبصیر مخدوم ، د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب رئیس قاري شفیع الله او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې عبدالحکیم همت اخندزاده مفصلی خبرې وکړې او مولوي عزیزاحمد ریان ته یې د پوهنې وزارت د عامه اړیکو د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وړاندې کړه او له الله تعالی نه یې ورته په ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب دعاء وکړه.
ورپسې مولوي عزیز احمد ریان د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو او د اسلامي امارت د پالیسي مطابق به خپل دنده په رښتینې او صادقانه توګه مخته وړي.
یاد مراسم د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیدل.