د پوهنې وزارت د عامه اړیکو نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

media-moe
Thu, Jan 06 2022 4:12 PM
رئیس جدید روابط عامه وزارت معارف معرفی و به کار آغاز کرد

ښاغلی مولوي عزیز احمد ریان د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د رئیس  په توګه د یاد ریاست کارکوونکو  ته معرفي او رسمًا یې خپله دنده پیل کړه.
په یاده غونده کې چې په همدی مناسبت جوړه شوې وه،  د دفتر لوی رئیس مولوی عبدالحکیم همت اخندزاده، د پلان رئیس مولوی عبدالبصیر مخدوم ، د اسنادو، هدایاتو او احکامو د تعقیب رئیس قاري شفیع الله  او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې عبدالحکیم همت اخندزاده مفصلی خبرې وکړې او مولوي عزیزاحمد ریان ته یې د پوهنې وزارت د عامه اړیکو د رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وړاندې کړه  او له الله تعالی نه یې ورته په  ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب دعاء وکړه.
ورپسې مولوي عزیز احمد ریان د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،  چې د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو او د اسلامي امارت د پالیسي مطابق به خپل دنده په رښتینې او صادقانه توګه مخته وړي.
یاد مراسم د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیدل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS