د پوهنې وزارت د مالي بودیجې د کمېټې کاري غونډه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۴
1

د پوهنې وزارت د مالي بودیجې د کمېټې غونډه، د یاد وزارت د سرچینو او ادارې د معین مولوي صبغت الله وصیل په مشرۍ جوړه شوه. په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري رئیس، کارپوهانو او د یاد وزارت د یو شمېر نورو څانګو رئیسانو او مسئولینو هم حضور درلود. غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د عرفان، بخوان و بیندش مجلو د چاپ په موخه د بوديجې په ټاکلو، د وزارت په دفترونو کې د امنيتي کمرو د نصبولو، تخنیکي وسایلو او د ۱۴۰۳ کال د بودیجې اړوند یو شمېر نورو مهمو مسایلو په تړاو هر اړخیز بحثونه ترسره او لازم تصمیمونه ونیول شول. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کونړ ولایت له پوهنې ریاست سره د زده‌کوونکو د قرطاسیې، د ښوونکو د ښوونیزو توکو او د ښوونځیو د اداري موادو په برخو کې مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې ۳۳۱۷ کڅوړې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د کابل ولایت له پوهنې ریاست سره ۱۰۷۳ کڅوړې درسي موادو مرسته شوې وه، چې د ټاکل شوې سهمیې له مخې د یاد ولایت د بګرامي، خاک‌جبار، موسهي، پغمان او چهاراسیاب. . .

BACK TO NEWS