د پوهنې وزارت د محافظت او مصٸونيت آمریت د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو کړنې
د پوهنې وزارت د محافظت او مصٸونيت آمریت د خپلو قانوني مسوولیتونو او کاري کړنلارې له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په مرکز او ولایتونو کې د امنیت، ټولنیزې همکارۍ، د امنیتي ارګانونو له مسوولینو سره د همغږۍ، د ښوونځیو شوراګانو، د ماینونو له خطرونو څخه د عامه پوهاوي او د ښوونځیو اړوندو پېښو ته د رسېدنې په برخو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي دي.
د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي برخه:
* ۹۵ زره او ۴۴۸ تنو زدهکوونکو، ښوونکو، کارکوونکو او ملازمانو ته د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي برنامې ترسره شوې.
* په ښوونځیو کې د روزل شويو ښوونکو په ګډون د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي ٢٤ کمېټې جوړې شوې دي.
* ۱۵۰ د ماین موندنې د بېړنۍ اړیکې ١٥٠ کارتونه او د ماینونو د انځورونو ٥٥٠ بروشورونه وېشل شوي دي.
* په ښوونځیو کې د ماین د چاودنې د ۴ پېښو مخه نیول شوې او له ۴ ماینپاکو مؤسسو سره د ماینونو او ناچاوده مهماتو د خنثی کولو او لېږد په برخه کې همغږي شوې ده.
د ښوونځیو شوراګانو او ټولنیزې همکارۍ برخه:
د پوهنې او ښوونې د پراختیا او د ښوونځیو د خوندیتوب په موخه د سیمهییزې ټولنې، ښوونځیو شوراګانو، جوماتونو او همکارو مؤسسو ملاتړ جلب شوى دى.
په دې لړ کې د ۲۸ میلیونه، ۱۴۱ زره او ۳۰۱ افغانیو په ارزښت نغدي مرستې د درسي توکو، لمریزې برېښنا سیسټمونو، ژورو څاهګانو، درسي ټولګیو او نورو اړینو اړتیاوو برابرولو لپاره شوې دي.
همدارنګه، ۷۷۵ متره مربع ځمکه، چې ارزښت یې ۱۴ میلیونه او ۴۳۶ زره افغانۍ کېږي، ښوونځیو ته ورکړل شوې ده.
د ام/رتي شتمنیو د ساتنې برخه:
د ملک له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ، د پوهنې وزارت د استوګنې اړوند غصب شوي بلاکونه له غاصبینو بېرته ترلاسه شوي او د بیا غصب د مخنیوي لپاره په سیمه کې امنیتي پوستې هم جوړې شوې دي٠
