د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائيې رئیس هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۱:۴۲
safd

د پوهنې وزارت د معلوماتو او احصائیې رئیس مولوي بسم الله نعماني د هرات ولایت د پوهنیزو چارو ارزونې، د مرکز او ولسوالیو د احصائیې څانګې کارکوونکو ته د علمي میتودونو په اړه د مسلکي سیمینارونو د پیلولو، د زده کوونکو، ښوونکو او نورو اړینو برخو د احصائیې راټولولو په موخه، هرات ولایت ته ولاړ.

په پیل کې نوموړي د یاد ولایت له پوهنې سرپرست او د عمومي زده کړو آمر مفتي نعمت الله معتصم او نورو مسئولینو سره وکتل او ورپسې یې د احصائیې څانګې د مسئولینو لپاره له جوړ شوي ښوونیز سیمینار څخه کتنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې یاد سیمینار به دوه ورځې دوام ولري او وروسته به دغه ډول سیمینارونه د ولسوالیو د احصائیې کارکوونکو لپاره هم جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS