د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت نوی رئیس معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
3574

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل له لوري، د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت نوی رئیس مولوي سمیع الحق حماس رسماً کارکوونکو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د دغه وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د نوي رئیس د پېژندګلوۍ پرمهال، د اداري کادرونو بدلون او ګمارنه له ادارې اصولو څخه وګڼله او نوي رئیس ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، چې خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او اخلاص ترسره کړي.

ورپسې د ساتنې او مراقبت نوي رئیس مولوي سمیع الحق حماس هم د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور څخه د قدرداني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په ټول توان او د خپلې کاري تجربې څخه په استفادې سره به د پوهنې وزارت ټولې لارښوونې او پروګرامونه پلي کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS