د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس کندهار ولایت ته په رسمي سفر لاړ
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیعالحق حماس د یو شمېر ودانیزو پروژو څخه د کتنې په موخه کندهار ولایت ته ورسېد.
د یاد سفر بنسټیزه موخه، د پوهنې ریاست او همکارو ادارو لخوا د روانو ودانیزو پروژو څارنه او د هغو د پرمختګ کچې معلومول دي.
په پلان کې ده، چې یاد پلاوی به د پروژو له کاري ساحو څخه نږدې لیدنه وکړي او د چارو کیفیت، بنسټیزې اړتیاوې او د پلي کولو شفافیت په تړاو به هراړخیزه ارزونه وکړي.
